انصار: (د زمري۱۹مه)، د «پوليو څخه پاک افغانستان» په نوم بنسټ ویلي، چې د هېواد په ځينو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شي.
دغه بنسټ په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې دغه کمپاین د نوې سبا د شنبې په ورځ د افغانستان په ځینو برخو کې پیلېږي.
د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو د عملیاتو د مرکز مشر عبدالقدوس بریالی رسنیو ته وویل، دغه کمپاین د څلورو ورځو لپاره په هرات، اروزګان، هلمند، کندهار، زابل او نیمروز کې پیلېږي.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، د دغه کمپاین په ترڅ کې به ۴،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي واکسین شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په سوېل کې د پولیو مثبتې پېښې په پرله پسې ډول مخ په زیاتېدو دي.
افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه یې د پولیو ناروغي له منځه وړې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32894